ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دغه غونډه به د مقاومت د چورلیز د هیوادونو د سفیرانو، د مقاومت د چورلیز د ماشومانو او د مقاومت د چورلیز د شهیدانو د کورنیو په ګډون سره په تهران کښې جوړه شي.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف به ددغه غونډې اصلي ویناوال وي.د ایران په پارلمان کښې د مقاومت د چورلیز د ملاتړ د فراکسیون مشر احمد حسین فلاحي په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د سبا ورځې غونډه د مقاومت د چورلیز په ماشومانو غور کوي؛داسې ماشومان چې په تیرو څو کلونو کښې په فلسطین ، سوریې،عراق او یمن کښې د صهیونیسټ رژیم او دداعش ډلې د زیات غوښتنې قرباني شوي دي.
فلاحي د صهیونیسټ رژیم په دړې وړې کیدا باندې ددغه رژیم اعتراف ته په اشارې سره وویل مونږ د مقاومت د چورلیز د ملاتړ لپاره اوږدمهاله پروګرامونه لرو او د اسرائیلو له مینځه تل د مقاومت د جبهې او د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې شامل دي.